د لوړو زده کړو وزیر د عبدالله بن مسعود رضي عنه جامعې د تخصص د شمولیت له ازموینې څخه لیدنه وکړه
د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص ته د شمولیت ازموینه د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست استازو، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د رهبرۍ غړو او استادانو په حضور کې په منظم ډول واخیستل شوه، چې په دغه ازموینه کې ۲۸۷ کسانو ګډون کړی و.
د یادې ازموینې په افتتاحیه غونډه کې د قران کریم د مبارکو آیتونو تلاوت څخه وروسته د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې رئیس شیخ الحدیث محمد اکبر فضلي د ازموینې په اړه هر اړخیزه او عالمانه وینا وکړه.
نوموړي د ازموینې د جریان او څرنګوالي په اړه د ازموینې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او همداراز د یادې ازموینې د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص ته د شمولیت ازموینې څخه د لیدنې پر مهال ګډونوالو ته د ازموینې د روڼتیا ډاډ ورکړ او هغوی ته یې د بریا هیله وکړه.
د یادونې وړ ده په تحریري ازموینه کې له بریالیو کسانو تقریري ازموینه هم اخیستل کېږي، چې په تقریري ازموینه کې له کامیابۍ وروسته د یاد تخصص لپاره ۹۰ تنه ترې جذبیږي
