د ایران دارالعلوم زاهدان علماوو د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې څخه لیدنه وکړه
د (دارالعلوم زاهدان شیخ الحدیث مفتي عبدالقادر عارفي ) د ایران د اهل سنت والجماعت علماوو یو ستر دیني عالم ورسره مل پلاوی د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې رئیس شیخ الحدیث محمد اکبر فضلي، د رهبرۍ غړو، استادانو، کارکوونکو او فاضلانو سره لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې په پیل کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د علمي او فاضلانو چارو مرستیال مفتي روح الله آخندزاده راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د جامعې په اړه پوره او هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.
دغه راز نوموړي د نړۍ د مسلمانانو د اتحاد او یوالي په اړه خبرې وکړې او له یادو علماوو څخه یې مننه وکړه، چې د جامعې څخه یې لیدنه وکړه.
همدارنګه یادو علماوو د جامعې په ریاست کې د جامعې د رهبرۍ غړو او استادانو سره هر اړخیزه او عالمانه غونډه وکړه، چې یادو علماوو د اسلامي امارت د رهبرۍ او پالیسۍ ستاینه وکړه او د دیني علومو د پراختیا لپاره یې د دیني تخصصاتو د جامعاتو ایجاد یې مهم وبلل.
دغه راز د یادې لیدنې پرمهال د نوموړي پلاوي په استازیتوب شیخ الحدیث مفتي عبدالقادر عارفي د ماسپښین د لمانځه نه وروسته د جامعې په مسجد کې ټولو ګډونوالو ته هر اړخیزه عالمانه وینا وکړه.
نوموړي د پلاوي په استازیتوب خپل محبت او نیک نظر د جامعې سره وښود، خپل مثبت تاثرات یې د غونډې ګډونوالو سره شریک کړل او د اسلامي امارت د رهبرۍ ستاینه یې وکړه، چې د دیني علماوو او فاضلانو لپاره يې داسې ښه چاپېریال جوړ کړی، چې د دیني علومو په برخه کې تخصص کوي او دا یې یو ډېر مهم نوښت او ابتکار یاد کړ.
دغه راز نوموړي د جامعې فاضلانو ته لازمې سپارښتنې وکړې، چې اوس مهال اسلامي امت ستاسو صادقانه او مخلصانه هڅو ته اړتیا لري، تر څو ټول اسلامي امت سره یو ځای په ګډه د مسلمانانو د سوکالۍ لپاره کار وکړي.
همدارنګه یادو علماوو د جامعې کتابتون څخه هم کتنه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه، چې د فاضلانو لپاره داسې مجهز کتابتون جوړ شوی.
همداراز د جامعې د نصاب او تدریسي بهیر څخه د لیدنې پر مهال د جامعې د تدریسي بهیر ستاینه یې وکړه.
