د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د تدریسي بهیر د پیل افتتاحیه غونډه وشوه

org_admin
Wed, Apr 08 2026 4:27 PM
cermony

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې په مسجد کې د تدریسي بهیر د پیل په مناسبت افتتاحیه غونډه وشوه، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت علمي معیین شیخ الحدیث مولوي ضیاءالرحمن مدني، د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رئیس مفتي اسدالله فرید، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې رئیس شیخ الحدیث محمد اکبر فضلي، د جامعې د رهبرۍ غړو، استادانو، اداري کارکوونکو او فاضلانو ګډون درلود.
په پیل کې د قرآن کریم مبارکو آیاتونو په تلاوت سره غونډه په رسمي ډول پیل شوه او ورپسې د غونډې ویناوالو هر اړخیزې او عالمانه ویناوې وکړې. 
لومړی د جامعې د فاضلانو او علمي چارو مرستیال مفتي روح الله آخندزاده د غونډې مقدماتي او هر اړخیزې خبرې وکړې.
نوموړي د علم ارزښت، اهمیت، د علم د حصول، ادب او اخلاص په اړه تفصیلي وینا وکړه. 
ښاغلي آخندزاده صاحب  فاضلانو ته د جامعې اصول او مقررات بیان کړل او په اړونده برخه کې یې هر اړخیزې او لازمې سپارښتنې وکړې.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معیین شیخ الحدیث ضیاءالرحمن مدني فاضلانو ته د دیني علومو او افتاء قضاء تخصص ارزښت او په اړه هر اړخیزې او عالمانه خبرې وکړې.
دغه راز د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رئیس مفتي اسدالله فرید د دیني جامعاتو او افتاء او قضاء تخصص د ارزښت او اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل او نویو فاضلانو ته یې یو شمیر سپارښتنې وکړې.
دغه راز نوموړي د دیني جامعاتو د ازموینو او د افتاء او قضاء تخصص د شمولیت ازموینو د شفافیت په اړه معلومات شریک کړل.
همداراز د جامعې استاد استاد مفتي محمد موسی عتیق هر اړخیز، عالمانه او اصلاحي بیان وکړ، چې ټولو ګډونوالو په پوره لیوالتیا سره په کې برخه اخیستې وه. 
همدارنګه د جامعې رئیس شیخ الحدیث محمد اکبر فضلي د جامعې نویو فاضلانو ته د مبارکۍ او ښه راغلاست تر څنګه فاضلانو ته عالمانه وینا او لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي فضلي د جامعې له فاضلانو نه یې غوښتنه وکړه، چې د اسلامي امارت، د لوړو زده کړو وزارت او جامعې ټول اصول او مقررات مراعات او د دیني خدمت په روحیه ځانونو سمبال کړي.
دغه راز د جامعې د دیني تخصصاتو رئیس مفتي صدیق الله حسین خیل د شرح عقود رسم المفتي کتاب په تدریس سره د جامعې تدریسي بهیر په رسمي ډول پیل کړ او ورپسې غونډه په اجتماعي ډول په دعا کولو سره پای ته ورسېده