د فراغت غونډې لپاره د چمتوالي په موخه د کمېټو له مسولینو سره ناسته وشوه
د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د فاضلانو او علمي چارو مرستیال مفتي روح الله آخندزاده په مشرۍ د ١٤٠٣ کال د افتاء او قضاء تخصص د فراغت غونډې لپاره د چمتوالي په موخه د کمېټو له مسولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په پیل کې ښاغلي آخندزاده مقدماتي خبرې وکړې او د غونډې د اجنډا په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
وروسته د جامعې د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي احمدالله انوري د امنیتي کمېټې او مالي کمېټې د کړنو راپور شریک کړ.
دغه راز د فرهنګي کمېټې، استقبالیه کمېټې او خدماتي کمېټې مسولینو هم په اړوندو برخو کې د ترسره شویو کړنو راپور او د راتلونکو کړنو لپاره طرحه او د اړتیا وړ امکاناتو په اړه معلومات وړاندې کړل، ترڅو یاد کارونه په منظم ډول ترسره شي.
د چارو د ښې همغږۍ په موخه د رهبرۍ له لوري د کمېټو ټولو مسولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو هره کمېټه خپلې دندې پر وخت او په منظم ډول ترسره کړي.

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعه خپل څلور (04) اداري او خدماتي بستونه له 1405/04/01 نېټې څخه تر 1405/04/07 نېټې پورې د شپږو کاري ورځو لپاره د آزاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري. په. . .