د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د رهبرۍ له لوري د اسلامي امارت د فتحې څلورمې کلیزې د مبارکۍ پیغام!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۰:۲۰
کلیزه

د اسد ٢٤ هغه ورځ وه، چې الله تعالیﷻ زموږ د ګران هیواد له پاکې خاورې څخه د افغان مجاهد ملت په  سرښندنو او قربانیو په برکت د اشغال ټغر ټول کړ او ټول افغانان د حریت او امنیت څخه برخمن سوه.
دا ورځ او دا نظام په داسې قربانیو راغلی چې قلم یې د لیکلو او ژبه یې د تعبیرولو توان نلري.
د دې نظام د راتللو لپاره سلګونه استشهادیان قرباني سوي، ډیر ځوانان، سپین ږیري، ماشومان او ښځې  شهيدان سوي، ډیر افغانان د زندان د تورو تمبو شاته په کلونو کلونو پراته وو او ځیني بیا د ټول عمر لپاره ورک سو، چې تر اوسه یې هم هیڅ درک نسته.
دا ددې قربانیو برکت وو، چې الله ﷻ زموږ ګران اولس د ظالم او تاغوتي نړۍ له شره خلاص کړ، چې اوس ټول افغانان په یو باثباته او ویاړلي هیواد کې ژوند کوي.
نو اوس موږ ټولو افغانانو ته پکار ده، چې د خپل وس مطابق په خپله برخه کې د ځان، مال، ژبې او قلم په واسطې سره ددې سپیڅلي نظام په کلکه ملاتړ وکړو او په هر قیمت چې وي دا مقدسه خاوره خپلواکه وساتو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۹:۵۰
Background image

د کار موندنې خبرتیا!

announced positionsد عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعه خپل څلور (04) اداري او خدماتي بستونه له 1405/04/01 نېټې څخه تر 1405/04/07 نېټې پورې د شپږو کاري ورځو لپاره د آزاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري. په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲۷
Background image

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د تدریسي بهیر د پیل افتتاحیه غونډه وشوه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې په مسجد کې د تدریسي بهیر د پیل په مناسبت افتتاحیه غونډه وشوه، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت علمي معیین شیخ الحدیث مولوي ضیاءالرحمن مدني، د دیني. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۲۱:۱۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د عبدالله بن مسعود رضي عنه جامعې د تخصص د شمولیت له ازموینې څخه لیدنه وکړه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص ته د شمولیت ازموینه د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست استازو، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د رهبرۍ غړو او. . .

BACK TO NEWS