د تطویر المستوي العلمي او عربي ژبې یوې میاشتنۍ دورې فراغت غونډه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۹:۳
a


د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د تطویر المستوي العلمي او عربي ژبې یوې میاشتنۍ دورې فراغت غونډه ترسره شوه، چې د لوړو زده وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي محمد حامد حسیب، د لوړو زده وزارت د محصلانو چارو مرستیال شیخ عبدالله سیهان، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه  جامعې د رهبرۍ غړو، استادانو او اداري کارکوونکو په کې برخه اخیستې وه.
په یاده غونډه کې ښاغلي حسیب هر اړخیزه او عالمانه وینا وکړه او د دیني علومو په برخه کې یې د یادو ترسره شویو لنډمهاله دورو ارزښت او اهمیت بیان کړ.
نوموړي د جامعې له رهبرۍ او استادانو نه مننه وکړه، چې په لنډ او مختصر وخت کې یې دیني علماوو ته د دیني علومو په برخه کې داسې ګټورې دورې وړاندې کړي دي، چې په کم وخت کې یې ډیر څه زده کړي  دي.
دغه راز نوموړي هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې هم باید په اړونده برخه کې دې ته ورته ګټورې او علمي دورې وړاندې شي، تر څو فاضلان له کم وخت نه ډېره استفاده وکړي.
همدارنګه د جامعې د دیني تخصصاتو رئیس مفتي صدیق الله حسین خیل د یادو ترسره شویو لنډمهاله علمي دورو په اړه معلومات وړاندې کړل او د یادو دورو د ارزښت، اړتیا او تدریسي بهیر د څرنګوالي په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
همداراز نوموړي د تفسیر القرآن دورې په اړه هم معلومات وړاندې کړل، چې اوسمهال عملأ جریان لري او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به هم د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ په همکارۍ دا او دې ته ورته نورې علمي دورې وړاندې کړي.
وروسته د یادو دورو ګډونوالو فاضلانو په خپل وار سره مقالې وړاندې کړې او د یادو دورو په اړه یې خپل مثبت نظریات او تأثرات بیان کړل.
د غونډې په پای کې د تطویر المستوي العلمي او عربي ژبې یوې میاشتنۍ دورې استادانو ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري ستاینلیکونه او د یادو دورو شاوخوا (١٦٠) تنه ګډونوالو ته تصدیق پانې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲۷
Background image

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د تدریسي بهیر د پیل افتتاحیه غونډه وشوه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې په مسجد کې د تدریسي بهیر د پیل په مناسبت افتتاحیه غونډه وشوه، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت علمي معیین شیخ الحدیث مولوي ضیاءالرحمن مدني، د دیني. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۲۱:۱۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د عبدالله بن مسعود رضي عنه جامعې د تخصص د شمولیت له ازموینې څخه لیدنه وکړه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص ته د شمولیت ازموینه د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست استازو، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د رهبرۍ غړو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۴۵
Background image

د کابل عبدالله بن مسعود (رض) جامعې د افتاء او قضاء څانګو د څلورمې دورې متخصصو فاضلانو فراغتغونډه ترسره شوه

یاده فراغتغونډه چې په کابل پوهنتون کې ترسره شوه د لوړو زده کړو محترم وزیر د امربالمعروف او نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو او عدلیې وزیرانو د کابل علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو. . .

BACK TO NEWS